کورپاڼه / هنر او کلتور / د هند مشهور اداکار انوپم شیام مړ شو
انوپم شیام

د هند مشهور اداکار انوپم شیام مړ شو

د بالیووډ فلمونو او هندي سریالونو مشهور اداکار انوپم شیام نن سهار د ۶۳ کلونو په عمر کې مړ شوی دی. ویل کېږي چې د هغه د بدن ډېرو غړو کار پرېښی و.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د انوپم شیام د مړینې خبر د هغه ملګرو تایید کړی دی، دوی وايي چې د هغه د بدن یو شمېر غړو کار پرېښی و او نن سهار مړ شو.

د هغه یو ملګري یشپال شرما له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې انوپم شیام له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ممبۍ په یو روغتون کې بستر و، هغه د شکر ناروغي لرله او د خپل وروستي فلم د ثبت پر مهال به یې هم ستنې وهلې.

د یادولو وړ ده چې انوپم شیام د وروستي ځل لپاره په مشهور هندي سریال (من کي اواز پرتګیا ۲) لیدل شوی و، هغه د سلم ډاګ میلینر، بینډت کوین، دل سی او لګان په ګډون په لسګونو فلمونو او سریالونو کې کار کړی و.

انوپم شیام په ۱۹۵۷ کال کې د سپتمبر په ۲۰مه نېټه زېږېدلی و او په ۱۹۹۳ کال کې یې په فلمونو کې کار شروع کړی و، چې (من کي اواز پرتګیا) سریال یې ډېر مشهور شوی و.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …