کورپاڼه / روغتيا / د غاښونو کریم باید په کومه اندازه استعمال شي؟

د غاښونو کریم باید په کومه اندازه استعمال شي؟

موږ ټول په دې باور یو چې پر برش څومره ډېر د غاښونو کریم وي، په هماغه اندازه مو غاښونه پاکوي، خو د کاناډا یو ډاکتر بیا دغه فکر رد کړی او ویلي یې دي چې د غټانو لپاره د کریم اندازه باید د مټر د دانې هومره وي.

دغه راز هغه کسان چې له دریو کلونو څخه کم عمره وي، هغوی باید د ورېژو له یو دانې ډېر کریم استعمال نه کړي. که چېرته له یادې اندازې ډېر وکارول شي نو ممکن زیانمن تمام شي.

د الرجل د ویبپاڼې پر وینا، ډاکتر کریتکا سربندران وایي چې ډېر شمېر خلک په ډېره اندازه کریم استعمالوي، چې ګټه یې نشته بلکې منفي پایلې لري او د غاښونو وریو ته زیان رسوي او د غاښونو د ماتېدو او لوېدو سبب کېږي.

د غاښونو په کریم کې د فلورایډ په څېر متحرک مواد وي او همدغه مواد غاښونو او وریو ته زیان رسوي او کله چې د غاښونو برش په زور سره ووهل شي نو زخم او سوري پکې رامنځته کېږي، چې بیا یې درملنه ستونزمنه کېږي.

دغه فلورایډ د زهرو برعکس وي او د یو ډول ناروغۍ چې د غاښونو د رنګ او داغونو په ډول سره څرګندېږي، ځانګړتیا لري او په هغه ماشومان کې ډېره موندل کېږي چې د کریمو خوند تېروي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …