کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مولوي ضیا الرحمان الله یار: افغان ځواکونه د مسلمانانو ساتونکي دي، له دوی سره جګړه حرامه ده
مولوي ضیا الرحمان الله یار

مولوي ضیا الرحمان الله یار: افغان ځواکونه د مسلمانانو ساتونکي دي، له دوی سره جګړه حرامه ده

د کونړ د عالمانو د شورا رییس مولوي ضیا الرحمان الله یار وايي، چې افغان ځواکونه مسلمانان، د مسلمانانو اولادونه او د مسلمانانو ساتونکي دي، نو له دوی سره جګړه حرامه ده.

مولوي ضیا الرحمان الله یار په ننګرهار کې یوې غونډې ته په خپله وېنا کې وویل، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د اسلامي افغانستان او مسلمان ملت او مسلمان ولس نه ساتنه کوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((دغه سرتېري په خپله مسلمانان او د مسلمانانو اولادونه دي، د دوی سره جنګ او جګړه حرامه ده، د افغانستان سرتېري افغانستان ساتي او موږ علما ساتي.))

مولوي ضیا الرحمان الله یار دا هم وویل: ((د افغانستان سرتېري د اسلام مبین دین ساتي، د افغانستان سرحدونه ساتي، موږ د افغانستان علما د دې عسکرو عسکر یو او په دوی باندې افتخار کوو.))

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ په ننګرهار کې د ختیځ عالمانو یوه غونډه ترسره شوې وه، چې هغوی پکې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ غږ پورته کړی و.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …