کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا د پاکستان لوبډله تر شکنجې لاندې نيولې
ډيويډ وارنر

اسټراليا د پاکستان لوبډله تر شکنجې لاندې نيولې

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د اسټراليا په بريسبين کې روانه ټېسټ سيالۍ دويمه ورځ باندې اسټراليا توپوهنه وکړه، چې پاکستاني توپ اچونکي يې ښه وټکول او پر پاکستان يې ستره برتري ترلاسه کړه.

نن د اسټراليا د لومړۍ پاڼۍ د توپوهنې پيل لپاره ډيويډ وارنر جو برنز مېدان ته راښکته شول، چې دواړو د ٢٢٢ منډو په زړه پورې ملګرتيا وکړه. د ورځې تر پاى پورې اسټراليا د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٣١٢ منډې وکړې او د پاکستان پر وړاندې يې ٧٢ منډې برتري ترلاسه کړه خو لا هم ورسره ٩ ويکټې شته دى.

د اسټراليا لپاره ډيويډ وارنر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١٥١ منډې يې ترلاسه کړې او لا هم ناسوځېدلى دى، چې سبا ورځ به بيا هم توپوهنه پيل کړي. همدا راز جو برنز بيا په ٩٧ منډو وسوځېده او مارنوس لابوسچاګني بيا په ٥٥ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى چې له ډيويډ وارنر سره به سبا يو ځاى توپوهنې ته راښکته کېږي.

د پاکستان له لوري يوازې ياسر شاه په دې وتوانېده چې يو لوبغاړى وسوځوي.

د يادولو ده چې د اسټراليا او پاکستان په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې لومړى پاکستان پچه ګټلې وه او توپوهنه يې غوره کړې وه.

د پاکستان ټوله لوبډله په لومړۍ ورځ د ورځې تر پاى پورې وسوځېده او ٢٤٠ منډې يې وکړې، چې اسد شفيق ٧٦، اظهر علي ٣٩، محمد رضوان ٣٧، شان مسعود ٢٧ او ياسر شاه ٢٦ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري بيا مچل سټارک ٤، پاټ کومنز ٣، جوش هازلووډ ٢ او ناتن ليون ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې اسټراليا او پاکستان د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړې وه، چې اسټراليا پکې په ٢-٠ سره پاکستان ته ماته ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …