کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو چینایي شرکت د نړۍ ترټولو کوچنی ځیرک موبایل جوړ کړی

یو چینایي شرکت د نړۍ ترټولو کوچنی ځیرک موبایل جوړ کړی

د مونټي په نوم یو چینایي شرکت د نړۍ ترټولو کوچنی اندراید ځیرک موبایل، چې منټ نومېږي، خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه موبایل چې د اندراید 9 اپریټینګ سیستم لري، د نړۍ ترټولو کوچنی 4G موبایل ګڼل کېږي.

دا موبایل دوه سیم کارتونه اخلي او ترڅنګ یې MP3 چلونکی هم لري. دغه راز دننه یې کواډ کور پروسیس کوونکی هم لري. درې جي بي ریم او 64 جي بي حافظه لري.

د سکرین اندازه یې 3.3 اینچه ده او بیټري یې بیا 1250mAH ده، چې د موبایل برخه جوړوي او که چېرته په بشپړ ډول چارج شي نو تر دریو ورځو پورې کار کوي.

دغه موبایل چې د کریډیټ کارډ په اندازه دی، مخامخ کامره یې دوه میګا پکسله او شاتنۍ کامره یې پنځه میګا پکسله ده.

دغه موبایل اوسمهال تر سل ډالرو پورې قیمت لري، خو په نومبر میاشت کې به د موبایل په وړاندې کولو سره یې قیمت یو سلو، پنځوس ډالر شي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …