کورپاڼه / هنر او کلتور / د میر خان مقري نوې سندره: تاسې ته یې د وطنۍ مینې سره وړاندې کوم
میر خان مقری

د میر خان مقري نوې سندره: تاسې ته یې د وطنۍ مینې سره وړاندې کوم

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړي میر خان مقري خپله نوې وطنۍ سندره په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده چې دغه سندرې ته د (سلامونه) نوم ورکړل شوی دی.

د دې سندرې شعر د میر خان مقري د پلار مرحوم عبدالله مقري دی، موسیقي یې حجت رحیمي جوړه کړې ده او ویډیو ورته بیا وحدت رحیمي برابره کړې ده.

میر خان مقري د دې سندرې په خپرولو سره په خپله فېسبوکپاڼه کې د دې سندرې په اړه لیکلي دي: ((دا سندره ما په وړکيتوب کې اوریدلې وه او تر ننه مې د بابا (مقُری صاحب) په سندرو کې تر ټولو زیاته خوښیږي ځکه چي د وطن لپاره احساس او الفاظ لري.))

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: ((که زه چېرته سل ځله هم بیا نړۍ ته سترګې وغړوم په دې به و نه توانیږم چې د بابا په شان سندرې ووایم او د خوږ ژبي سندرغاړي میر مفتون خبره چې “احدِ من الناس” یې هم د هغه په شان نه شي ویلی ځکه چې د هغه په شعر او غږ کې د وطن مينه، درد او احساس پروت وو.))

میر خان مقری همدا راز لیکي: ((زما دا یوه وړه هڅه ده چې د خپل زړه درد پرې ټکور کړم او کېدای شي د هغو زړونو درد هم ټکور شي څوک چې له وطن نه لرې پاته دي او کور و کلئ یې یادېږي . تاسو ته یې د وطنۍ مینې سره وړاندې کوم، هیله لرم چي خوښه مو شي او له نورو سره یې شریکه کړی.))

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …