کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستانی سناتور: پاکستان ښایي له نړیوالو بندیزونو او انزوا سره مخ شي
پاکستانی سناتور

پاکستانی سناتور: پاکستان ښایي له نړیوالو بندیزونو او انزوا سره مخ شي

یو پاکستانی سناتور مصطفی نواز وايي، که چېرته پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړي نو ښايي چې له نړیوالو بندېزونو او انزوا سره مخ شي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې اوس ټوله نړۍ په دې خبره ده چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي. هغه وویل چې پاکستان ته پکار دي چې خپله تګلاره بدله کړي او د طالبانو د ملاتړ پر ځای دې د سولې خبرو سره همکاري وکړي.

مصطفی نواز وویل، چې پاکستان اوسمهال د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو کې منزوي شوی او که پاکستان همداسې مخکې لاړ، نو ښايي چې له بندېزونو سره مخ شي.

نوموړي له پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې ده، چې د افغان سولې په برخه کې دې په رښتیني توګه همکاري وکړي او که داسې ونکړي، نو له سختو زیانونو سره به مخ شي.

د یادولو وړ ده چې له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان پر ضد پراخ کمپاین روان دی او له نړیوالو څخه غوښتنه کېږي، چې په پاکستان دې بندېزونه ولګول شي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …