کورپاڼه / بېلا بېل / د ۲۰۲۰ کال د توکیو اولمپیک سیالۍ د امریکا په بریا پای ته ورسېدې

د ۲۰۲۰ کال د توکیو اولمپیک سیالۍ د امریکا په بریا پای ته ورسېدې

د اولمپیک د ۳۲م پړاو سیالۍ د امریکا په بریا سره پای ته ورسېدې او د توکیو په ملي لوبغالي کې یې د پای مراسم په شاندار ډول سره پای ته ورسېدل او د ۲۰۲۴ کال د کوربتوب بېرغ یې پاریس ته وسپاره.

د ۲۰۲۰ د توکیو سیالۍ چې د روان کال د جولایۍ په ۲۳مه نیټه پیل شوې وې او د پیل په مراسم کې یې هم ګډون کوونکو ته اجازه نه وه ور کړل شوې، بالاخره پای ته ورسېدې، خو د پای په مراسم کې یې هم ګډون کوونکو شتون نه درلود.

د اولمپیک لوبو د نړېوالې شورا مشر تامس بیخ په رسمي ډول اعلان وکړ، چې په توکیو کې د اولمپیک سیالۍ پای ته ورسېدې او ددې سیالیو د کوربتوب بېرغ پاریس ته وسپارل شو.

د اولمپیک په ۳۲ پړاو سیالیو کې امریکا د ۳۹ سرو زرو، ۴۱ سپین زرو او د ۳۳ ژېړو مډالونو په ګټلو سره په دې سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

دغه راز چین د ۳۸ سرو زرو، ۳۲ سپین زرو او ۱۸ ژېړو مډالونو په ترلاسه کولو په دویم مقام کې ځای لري. بل لوري ته کوربه جاپان ۲۷، بریتانیه ۲۲ او روس ۲۰ مډالونه خپل کړل او په ترتیب سره یې دریم، څلور او پنځم ځای ونېوه.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …