کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / هیملتن مسکدزا ۳۸ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

هیملتن مسکدزا ۳۸ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

هیملتن مسکذرا، چې د زمبابوې د لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړی دی، د ۱۹۸۳ کال د اګست په ۹مه نیټه په هرارې کې زېږېدلی، نوموړی په ښی لاس تېزه توپ اچونه او توپ وهنه کوي.

مسکدزا د شپږ فوټه او درې اینچې ونې لرونکې دی او په یوه ورځنۍ لوبو کې د شرټس نمبر ۳ دی. هغه په ۲۰۰۱ کال د زمبابوې ملي لوبډلې ته راغی او تر ۲۰۱۹ کال پورې ولوبېده.

لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د ویسټ انډیز په وړاندې د ۲۰۰۱ کال په جولایۍ کې ترسره کړه او وروستۍ یې د ۲۰۱۸ د نومبر په میاشت کې د بنګله دیش پر وړاندې وکړه. هغه ټولې ۳۸ ټیسټ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۲۲۲۳ منډې جوړې کړي، چې پنځه سلیزې او اته نیمه سلیزې پکې شاملې دي. دغه راز ټولې یې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړي، چې غوره توپ وهنه یې ۱۵۸ منډې او توپ وهنه یې د ۲۴ منډو په ورکړه د دریو لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۱ کال په سپتمبر کې د سویلې افریقا او وروستۍ یې په د ۲۰۱۹ کال په جولایۍ کې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه. هغه په ۲۰۹ یوه ورځنیو لوبو کې ۵۶۵۸ منډې جوړ کړي، چې ۵ سلیزې او ۳۴ نیمه سلیزې لري او ۳۹ ویکټې یې اخیستي، چې غوره توپ وهنه یې په یوه لوبه کې ۱۷۸ ناسوځېدلې منډې دي او په توپ وهنه کې یې د ۳۹ منډو په ورکړه د دریو ویکټو اخیستل دي.

مسکدزا لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۰۶ کال په نومبر کې د بنګله دیش او وروستۍ یې د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د افغانستان پر وړاندې ترسره کړه. هغه ټولې ۶۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي او ټولې یې ۱۶۶۲ منډې کړي، چې ۱۱ نیمه سلیزې لرې او غوره توپ وهنه یې ۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړول دي.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …