کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / سریلانکایي لوبغاړي لاهیرو تریماني ۳۲ کلن شو

سریلانکایي لوبغاړي لاهیرو تریماني ۳۲ کلن شو

سریلانکایي لوبغاړی لاهیرو تریماني، چې بشپړ نوم یې هټیګي ډان رمیس لاهیرو تریماني دی، د ۱۹۸۹ کال د اګست په ۹مه نیټه په موراتوا کې زېږېدلی دی، چې کیڼ لاس پیلیزه توپ وهنه او په ښي لاس تېزه توپ اچونه کوي.

لاهیرو تریماني پنځه فوټه او لس اینچه قد لري، په   ۲۰۱۰ کال یې نړیوال کرکټ پیل کړ او لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې په همدې کال په جنورۍ کې د هند پر وړاندې او وروستۍ یې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه.

هغه ټولې ۱۲۷ یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۳۱۹۴ منډې جوړې کړي، چې ۴ سلیزې او ۲۱ نیم سلیزې پکې شاملې دي او غوره توپ وهنه یې ۱۳۹ ناسوځېدلې منډې ترسره کول دي.

دغه راز نوموړي لومړنۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کې د پاکستان پر وړاندې او وروستۍ یې د روان کال په اپریل میاشت کې د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړه.

تریماني ټولې ۴۲ ټیسټ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۲۰۶۳ منډې جوړې کړي، چې ۳ سلیزې ۱۰ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او ترټولو غوره توپ وهنه یې د ۱۵۸ ناسوځېدلو منډو ترسره کول دي. دغه راز لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۲ او وروستۍ په ۲۰۱۶ د پاکستان او سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …