کورپاڼه / سياست او روانې چارې / محسن داوړ: له تېرو دوو میاشتو راهیسې زما تذکره بلاک شوې او بانکي حسابونه مې کنګل شوي دي
محسن داوړ

محسن داوړ: له تېرو دوو میاشتو راهیسې زما تذکره بلاک شوې او بانکي حسابونه مې کنګل شوي دي

د پښتون ژغورنې یا پي ټي ایم مخکښ غړی محسن داوړ وایي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې تذکره بلاک شوې او بانکي حسابونه یې کنګل شوي.

محسن داوړ چې هر وخت یې د پاکستان په پارلمان او همدغه راز په ټولنیزو او غونډو کې دغه هیواد په ترهګرۍ تورن کړی او تل یې هڅه کړې، چې پټه څېره رابرسېره کړي، د پنجاب ریاست له لورې له ستونزو سره مخ شوی.

هغه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې:((له تېرو دوو میاشتو راهیسې زما تذکره بلاک شوې او بانکي حسابونه مې کنګل شوي دي.))

داوړ مخکې لیکي چې:((دا هر څه ځکه شوي چې زه د قانون په سپیځلتیا او درناوي خبرې کوم، خو په داسې حال کې چې پرویز مشرف قانون ماتوي، هغه ته هیڅ سزا نشته.))

د یادولو وړ ده چې محسن داوړ څو ورځې وړاندې پښتون قامي جرګه کې ویلي ول، چې موږ باید د افغانستان د جمهوري دولت ملاتړ وکړو او طالبان یې هغه ډله بللې وه چې د بل په لارښوونه کړنو ته ادامه ورکوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …