کورپاڼه / خبرونه / چینای لوبډله روانه اونۍ اماراتو ته ځې

چینای لوبډله روانه اونۍ اماراتو ته ځې

د هند غوره ليګ (IPL) د پاتې لوبو د ترسره کېدو په موخه چینای لوبډله د همدې روانې اونۍ په لړ کې عربي اماراتو ته سفر کوې.

چینای لوبډله د ۲۰۲۱ کال هند غوره ليګ کې اووه لوبې ترسره کړي دي، چې پنځه برياوو او لس پواينټونو په لرلو سره د جدول دوهم مقام له ځان سره لرې.

دغه لوبډله د هند غوره ليګ په تاريخ کې درې ځله ۲۰۱۰، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ کې اتلولۍ ته د مهيندر سينګ ډهوني په لوبډلمشرۍ کې رسېدلې ده.

په روانه اونۍ کې له سفر وروسته ياده لوبډله په عربې اماراتو کې خپل تمرينات پيلوي او د سپټمبر په نولسمه نېټه د هند غوره ليګ د بيا پيلېدو په اوله لوبه کې د ممبۍ سره مخ کيږي.

د هند غوره ليګ کې د چینای لوبډلې اووه لوبې پاتې دي او اووه لوبې يې ترسره کړي دي، چې د نمرو جدول کې ډهلي اول، چینای دوهم، بېنګلور دريم او ممبۍ څلورم مقام له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …