کورپاڼه / خپلواک / سچن ټنډولکر: د نارينه و ژړا د شرم خبره نه ده
سچن ټنډولکر

سچن ټنډولکر: د نارينه و ژړا د شرم خبره نه ده

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): د هند کرکټ ملي لوبډلې يو پخوانى مخکښ توپوهونکى سچن ټنډولکر وايي، چې نارينه و ته نه دي پکار چې خپل احساسات پټ کړي او که د هغې په ښکاره کولو د نارينه و له سترګو اوښکې ځي او يا ژاړي، نو دا کومه د شرم خبره نه ده.

له پخوا راهيسې د نارينه و ژړا يوه کمزوري ګڼل کېږي، خو نامتو کرکټر سچن ټنډولکر بيا له دې خبرې سره همغږي نه ښکاره کوي او وايي چې ژړا د نارينه کمزوري نه ده. هغه وايي، يو وخت داسې هم و چې هغه به دا فکر کوو، خو اوس وايي چې د ژړا يا اوښکو راتللو دا معنا نه لري چې نارينه کمزوري دي.

هغه په خپل يو خط کې چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خپور کړى دى، لکيلي دي چې که کله هر څه ستاسې د خوښې سره سم نه کېږي نو دا لازمي نه ده چې تاسې خپل ځانونه سخت ښکاره کړئ. هغه په خپل دغه خط کې مخکې ليکي، چې خپلې اوښکې ښکاره کول کومه د شرم خبره نه ده، نو ځکه خپله دا برخه مه پټوئ، ځکه په راتلونکي کې دا تاسې نور هم قوي کوئ. نو ولې خپلې اوښکې پټوئ؟

سچن ټنډولکر همدا راز زياتوي، چې تاسې ته له ماشومتوبه دا ويل شوي دي چې نارينه بايد ونه ژاړي، ځکه چې په ژړا باندې سړي بد ښکاري او يا کمزوري ښکاري. هغه وايي، زه هم له همدې فکر سره رالوى شم، خو نن زه تاسې ته دا خبره ځکه ليکم، چې زه فکر کوم دا خبره غلطه ده.

هغه همدا راز وايي، چې زما دردونو او پرېشانۍ له ما هغه څه جوړ کړل، چې نن زه يم، زه يې يوه ښه انسان جوړ کړم. هغه وايي چې ژړا تاسې نه کمزوري کوي.

د يادولو ده چې سچن ټنډولکر نه يوازې دا چې د هندۍ کرکټ لوبډلې يو مخکښ توپوهونکى و، بلکې هغه د نړۍ په کچه يو له سترو توپوهونکو څخه و. نوموړي نه يوازې دا چې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړي دي، بلکې هغه په ټولو فارمېټونو کې تر نورو ټولو لوبغاړو زياتې ١٠٠ سليزې هم وهلي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …