کورپاڼه / هنر او کلتور / د رنبیر کپور او عالیه د واده په اړه بیا آوازې دي

د رنبیر کپور او عالیه د واده په اړه بیا آوازې دي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې له بالیووډ اداکارې لارا دته څخه د یوې مرکې پرمهال پوښتنه وشوه چې د بالیووډ کومه جوړه به ژر واده وکړي؟

د یادې پوښتنې په ځواب کې لارا دته ورته وایي، چې زه دومره د کومې جوړې په اړه نه پوهېږي ځکه چې هغه د نوي نسل څخه نه ده، بلکې له زوړ نسل څخه ده.

نوموړې د خپلو خبرو پرمهال وایي چې زه په په دې نه پوهېږم چې کوم اداکار یا اداکاره له چاسره ډېره مینه لري، خو د رنبیر او عالیه په اړه ویلی شم چې هغوی به سږ کال واده وکړي.

له دې وړاندې هم د رنبیر کپور او عالیه بټ د واده په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي او پخپل رنبیر کپور هم ویلي ول چې په دې اړه ډېر څه ویل نه غواړي خو ډېر ژر به واده وکړي.

د یادولو وړ ده چې دواړه اداکاران له ۲۰۱۷ کال راهیسې کلک ملګري شوي او له دې وړاندې هم ډېر داسې خبرونه خپاره شوي ول، چې د دواړو د واده نیټه یې ښودلې وه.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …