کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل په روانه میاشت کې د لږ قیمت لرونکې پکسل موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي

ګوګل په روانه میاشت کې د لږ قیمت لرونکې پکسل موبایل خرڅلاو ته وړاندې کوي

د یو راپور پر اساس ویل کېږي چې د ګوګل له لورې د کم قیمت لرونکی موبایل (پکسل) به د روانې اګست میاشتې په 26مه نیټه خرڅلاو ته وړاندې شي، چې تقریباً 450 ډالر قیمت به ولري.

راپور زیاتوي چې دغه پکسل موبایل به د 4A او 5G اپډیټ ویرژن وي او اوس یې په اړه تفصیلات خپاره شوي دي او ویل کېږي چې په دې موبایل کې به پکسل 5 کامره وي.

دغه راز 765 G پروسیسر به ولري چې 5G به سپورټ کړي. 6 GB ریم او 4650 mAH بیټري به ولري، خو په وایرلس توګه به نه چارجېږي او سکرین به 6.4 اینچه وي.

که چېرته د موبایل ځانګړې مو خوښې شوي وي، نو ډېر انتظار ته اړتیا نشته او د اګست په 26مه به خرڅلاو ته په داسې حال کې وړاندې چې له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي ول چې سږ کال یې د وړاندې کولو اراده نه لري.

ګوګل وایي چې د پکسل 5A 5G موبایل یې نه دی رد کړی، بلکې په روان کال کې به په امریکا او جاپان کې خرڅلاو ته وړاندې شي او په راتلونکې کال کې به د A لړۍ په څېر خرڅلاو ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …