کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو د غټې تنې یا ډډ لرونکې ونه

د نړۍ ترټولو د غټې تنې یا ډډ لرونکې ونه

په مکسیکو کې موجوده ونه، چې د ټیول په نوم سره یادېږي، په نړۍ کې د ترټولو د غټې تنې یا ډډ لرونکې ونه ګڼل کېږي او اوس هم د ودې په حال کې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ونه د مکسیکو په یو زړه راښکونکې ښار سانتا ماریا کې د یوې کلسیا په انګړ کې واقع ده.

راپور زیاتوي چې ددې ونې په اړه عام باور دادی چې دا دوه زره کاله لرغونې ونه او (مونټیزوما سایپریس) پورې اړه لري، کوم چې په ټوله نړۍ کې د غټې تنې یا ډډ پر اساس مشهوره ده.

دغه ونه د اندازې له مخې تر دوه څلویښت میترو پورې پلنوالی لري او ددې ونې د غټوالي په اړه ځایي خلک او ساینسپوهان په دې نظر دي چې دا د دوو ونو د یوځای والي په سبب دومره غټه شوې ده.

خو کله چې له ونې ډي این ای ترلاسه شول او معاینه شول نو معلومه شوه چې دغه ونه د دوو ونو له یوځای والي څخه منځته نه ده راغلې، بلکې یوه ونه ده.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …