کورپاڼه / روغتيا / له درملو ځان وساتئ او پرځای یې د پالکو له استعمال څخه ګټه پورته کړئ

له درملو ځان وساتئ او پرځای یې د پالکو له استعمال څخه ګټه پورته کړئ

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې شنه سبزیجات د ډېرو زیاتو ګټو لرونکې وي او د استعمال په پایله کې یې بدن ته په بشپړ ډول منرالونه او انرژي برابروي.

خو آیا پوهېږئ چې پالک د داسې کوم ځانګړو لرونکې دي چې له ناروغیو مخنیوی کوي؟ د غذایي توکو په سبب پالک د ډېرو روغتیایي ګټو لرونکې سبزي ده، چې په مرسته یې د بدن څخه اضافي غوړ خارجېږي.

پالک د ویټامین کی لرونکې دي چې د هډوکو پیاوړتیا ته ګټور وي او ترڅنګ یې نور ويتامینونه د بېلګې په توګه ویټامین ای، ویټامین کی، ویټامین ډي او د ویتامین اي سربېره بېلابېل منرالونه هم لري.

پالک د معدې لپاره ډېر ګټور وي او د کیروټینایډ شتون یې سترګې خوندي ساتي. دغه راز د شکر د ناروغۍ خطر کموي نو هغه کسان چې هره ورځ په مناسبه اندازه پالک خوري، په هغوی کې د شکر د ناروغۍ خطر تر ۱۴ سلنو لږ وي.

دغه راز د اوسپنې په لرلو وینه پوره کوي، د فولیک اسیدو شتون یې د امیندوارو میرمنو ته ګټور وي، نو که چېرته پورته ټول مواد د درملو په توګه استعمال شي ممکن ډېر لګښت پرې راشي، خو که له پالکو ګټه واخیستل شي نو په طبیعي ډول به ذکر شوي ټول غذایي توکي ترلاسه کړی شو.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …