کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه فلم چې سونم کپور یې په بدل کې یوازې (۱۱) روپۍ اخیستې وې

هغه فلم چې سونم کپور یې په بدل کې یوازې (۱۱) روپۍ اخیستې وې

په رسنیو کې داسې ډېر راپورونه خپرېږي، چې د بالیووډ اداکار یا اداکارې د فلم د کیسې مطابق د فیس په نه ترلاسه کولو، په فلم کې له کار کولو انکار کړی، خو دا به مو نه اورېدلي چې یوې اداکارې خپل فیس کم کړی او په خوشحالۍ سره په فلم کې کار کړی دی.

د بالیووډ فلمونو ډایریکټر راکیش اوم پرکاش مهر پخپل ژوند لیک کې لیکلي، چې د (دهلي۶) فلم کې د سونم کپور د اداکارۍ او ملګرتیا په سبب مې هغې ته د (باګ ملکا باګ) فلم په اړه وویل.

نوموړی مخکې لیکلي چې سونم کپور په دې فلم کې ډېره لږه راښکاره شوې او په بدل کې یې یوازې یوولس روپۍ فیس خوښ کړی او هغه له دې فلم څخه ډېرې خاطرې لري.

کله چې له راکیش څخه وپوښتل چې سونم کپور ولې یوولس روپۍ فیس واخیست، نو هغه ورته په ځواب کې وویل چې دا د اداکارې غوښتنه وه او له همدې فلم څخه د دواړو ملګرتیا پیل شوه.

راکیش وایي چې اداکارې سونم کپور پر ملکا سینګ د فلم په جوړولو له ما ډېره مننه وکړه او غوښتل یې چې ددې فلم برخه شي.

دا هم ولولئ

د عرفان خان میرمنې بالاخره خپل مېړه وباښه

د بالیووډ د مشهور اداکار عرفان خان مېرمنې بالاخره د خپل مېړه له مړینې دوه …