کورپاڼه / روغتيا / د چایو څښل ګټور وي، خو کوم ډول یې؟

د چایو څښل ګټور وي، خو کوم ډول یې؟

په دې وروستیو کې یوه څېړنه ترسره شوې، چې له مخې یې موندل شوې چې د چایو څښل د زړه د ناروغیو، د زړه د حملې او د فلج خطر له لسو څخه تر شل سلنو پورې کموي.

د اروپایي ژورنال (پریوینټو کارډیولوژۍ) د وروستۍ څېړنې پر اساس ویل کېږي، هغه کسان چې په اوونۍ کې لږ تر لږه درې پیالې چای څښي، د هغوی کسانو په پرتله یې د زړه د ناروغیو خطر لږ وي، چې له چایو ګټه نه اخلي.

دغه راز هغه کسان چې د چایو مینوال وي، په هغوی کې د زړه د ناروغیو په سبب د مړینې کچه هم ۲۲ سلنه لږه ده او په د یادو ستونزو په سبب یې مخکې له وخته د مړینې کچه تر ۱۵ سلنو پورې لږه وي.

څلور واړه ډوله چای یعنې تور، شین، سپین او لونګ ټول د روغتیا لپاره ګټور وي، خو په دې کې شین او تور چای د انرژۍ خزانه ګڼل کېږي او په ورځني ډول یې له دوو څخه د ډېرو پیالو د استعمال لارښوونه شوې ده.

په سهار کې تور او په ماسپښین کې د شنو چایو استعمال ډېر ګټور وي، ځکه چې شین چای لږ کافین لري او د ورځې په ختمېدو سره کافین لرونکی چای کارول ښه نه وي، ځکه چې خوب اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …