کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په هوا کې به موجوده (DNA) څنګه مومو؟ ساینسپوهانو یې لار ښودلې

په هوا کې به موجوده (DNA) څنګه مومو؟ ساینسپوهانو یې لار ښودلې

ساینسپوهانو په هوا کې د موجودې (DNA) د کشفولو طریقه موندلې او وایي چې دا مبتود به د جرمونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د بریتانیې او ډنمارک ساینسپوهانو د یو داسې میتود د ایجاد ادعا کړې، چې په مرسته به یې په هوا کې د (DNA) نمونې وموندل شي.

راپور زیاتوي چې ساینسپوه الزبت کلیر په یو ژوبڼ کې په دې نوي میتود سره د حیواناتو په چاپیریال کې د (DNA) نمونې ترلاسه کړي. دوی د ویکیوم پمپ سره تړلي حساسې فلترې په یو ژوبڼ کې کېښودلې او په دې ډول یې د (DNA) له اویا ډېرې نمونې ترلاسه کړي.

ساینسپوهانو له فلترونو څخه ترلاسه شوې د (DNA) نمونې د (PCR) معاینې په ذریعه ډېرې کړې او په دې ډول د (DNA) له اوولسو ډېرې نمونې ترلاسه کړې. دوی وایي چې په دې سره به د ځنګلي حیواناتو د ژوند په اړه ډېر معلومات ترلاسه شي او پرته له دې چې حیوانات تنګ شي (DNA) به یې ترلاسه شي.

دغه راز سیاینسپوهان دا هم وایي چې په دې طریقې سره به د جرمونو مخنیوی هم وشي او په هوا کې د مجرمونو د (DNA) له ترلاسه کولو به مجرم وپېژندل شي.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …