کورپاڼه / خبرونه / د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جمهوریت پلاوی، چې نن ماښام دوحې ته تلو، سفر یې وځنډېده
عبدالله عبدالله او ملا برادر

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جمهوریت پلاوی، چې نن ماښام دوحې ته تلو، سفر یې وځنډېده

ټاکل شوې وه، چې نن ماښام به د ملي پخلاينې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته، د افغان سولې په تړاو په دوو غونډو کې د ګډون په موخه ،لاړ شي، خو اوس راپورونه وایي چې دغه سفر وځنډول.

د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د ملي پخلاينې عالي شورا وياند فريدون خوځون په حواله ويل کېږي، چې د ډاکټر عبدالله، عبدالله سفر د ناڅرګندو دلايلو له امله ځنډول شوی دی.

راپور زیاتوي چې د سولې په تړاو سفرونه او ناستې یو له یو لړ ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، چې په همدې سبب یې دا سفر هم ځنډېدلی او ممکن یاد پلاوی به سبا دوحي ته سفر ولري.

ټاکل شوې ده، چې د جمهوري ریاست یاد پلاوی به د اګست په ۱۰مه نېټه، یعنې سبا د هغه هېوادونو له استازو سره ناستې وکړي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دخیل دي.

دغه راز په بله ورځ، یعنې د اګست په ۱۱مه نېټه به د ترویکا غړو هېوادونو (امریکا، چین او روسیې) استازو سره هم لیدنې وکړي او د افغان سولې په اړه به ورسره وغږېږي.

دا هم ولولئ

اشرف غني ۱

تازه خبر: اشرف غني هم د ا.ا ملاتړ وکړ او له نړیوالو یې د دوی په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ډېر وخت وروسته یو ځل بیا په خپله …