کورپاڼه / خبرونه / شان ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکې په توګه وټاکل شو

شان ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکې په توګه وټاکل شو

د استرالیا ملي لوبډلې پخوانی مخکښ او چټک توپ اچونکی شان ټیټ، چې بشپړ نوم یې شان ویلیم ټیټ دی، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکې په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ پر فیسبوکپاڼه لیکي چې:(( د استرالیا پخوانی ښي لاسی چټک توپ اچونکی شان ویلیم ټیټ د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې د برخې روزونکې په حیث وټاکل شو.))

شان ویلیم ټیټ د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ په ۲۲مه نیټه زېږېدلی، چې اوسمهال ۳۸ کال عمر لري او د شپږ فوټه او پنځه اینچه قد لرونکی دی، په ۲۰۰۴ کال د استرالیا لوبډلې ته راغلی او په ۲۰۱۶ کال یې وروستۍ لوبه ترسره کړئ.

هغه ټولې ۳۵ یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۶۲ ویکټې ترلاسه کړي، چې غوره توپ اچونه یې د ۳۹ منډو په ورکړه د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

دغه راز ۳ ټیسټ لوبې یې ترسره کړي، چې په دې لوبو  ۵ ویکټې ترلاسه کړي، چې غوره توپ اچونه یې د ۹۷ منډو په ورکړه د ۳ ویکټو اخیستل دي. ددې ترڅنګ هغه شل اوریزې او فرسټ کلاس لوبې هم کړي چې ښه پکې ځلېدلی دی.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …