کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په ټولنیزو رسنیو کې له ۳۰۰ زره ځلې زیات د #SanctionPakistan هشټاګ کارول شوی
پاکستان

په ټولنیزو رسنیو کې له ۳۰۰ زره ځلې زیات د #SanctionPakistan هشټاګ کارول شوی

په ټولنیزو رسنیو کې له پرون راهیسې افغانانو په پاکستان د بندېزونو لګولو په موخه د #SanctionPakistan هشټاګ پوسټونه پیل کړي دي، چې ډېر ژر له ۳۰۰ زره ځلې څخه زیات ځلې پوسټ شوی دی.

په ټویټر کې دا هشټاګ تراوسه پورې له ۱۷۰ زرو څخه زیات ځلې ټویټ شوی دی او همدا راز په فېسبوک کې بیا له ۱۵۰ زرو ځلې څخه زیات ځلې خلکو پوسټ کړی دی.

له دې اخوا بیا په سلګونه زره ځلې په فېسبوک کې دا هشټاګ کمنټ شوی دی، یعنې د نورو خلکو پوسټونو ته ډېر زیات دا هشټاګ په کمنټ کې پرېښودل شوی دی.

د دې هشټاګ کارونه وايي، چې په پاکستان دې نړیوال بندېزونه ولګوي او که چېرته په پاکستان باندې بندېزونه ولګول شي، نو په افغانستان کې به په خپله سوله او سوکالي راشي.

بلخوا لسګونه افغانانو بیا له دې امله هم ډېره خوښي ښکاره کړې ده، چې د پاکستان پر وړاندې ټول افغانان په یو غږ دي او له دې هشټاګ څخه یې معلومات ډېر ښه کېږي. په دې وروستیو کې دا دویم ځل دی چې افغانانو په کمپاین کې پراخه برخه واخیسته، لومړی یې د (الله اکبر) او اوس په پاکستان د بندېزونو په موخه یې په ټولنیزو رسنیو کې دا پراخ کمپاینونه وچلول.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …