کورپاڼه / خبرونه / شکېب الحسن یو بل نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړ
شکېب الحسن

شکېب الحسن یو بل نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړ

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شکېب الحسن نن د اسټرالیا پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره کړه او نه یوازې دا چې د لوبې غوره لوبغاړی شو، بلکې یو بل نړیوال ریکارډ یې هم په خپل نوم کړ.

شکېب الحسن د اسټرالیا پر وړاندې په پنځمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې په ۳.۴ اورونو کې د ۹ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

خو له دې سره نوموړي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو هدف هم پوره کړ او په دې توګه هغه دویم توپ اچونکی شو، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویکټو سلیزه پوره کوي.

شکېب الحسن په ۸۴ لوبو کې وتوانېده چې ۱۰۲ لوبغاړي وسوځوي، هغه په یوه لوبه کې د ۲۰ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي هم سوځولي دي او د هغه اوسط ۲۰.۶۳ دی او اکانومي یې بیا ۶.۸۰ ده.

د یادولو وړ ده چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیات ۱۰۷ لوبغاړي د سریلانکا چټک توپ اچونکي لسیت ملینګا سوځولي دي، هغه په ۸۴ لوبو کې ۱۰۷ لوبغاړي سوځولي و.

په نورو توپ اچونکو کې د نیوزیلېنډ ټیم ساوټي په ۸۳ لوبو کې ۹۹، د پاکستان شاهد اپریدي په ۹۹ لوبو کې ۹۸ او د افغانستان راشد خان بیا په ۵۱ لوبو کې ۹۵ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …