کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش په اسټرالیایۍ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ، د تاریخ په تر ټولو کمو منډو یې وسوځوله
بنګله دېش

بنګله دېش په اسټرالیایۍ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ، د تاریخ په تر ټولو کمو منډو یې وسوځوله

بنګله دېش د اسټرالیا په لوبډله باندې ریکارډونه جوړ کړل، په وروستۍ لوبه کې یې د اسټرالیا ټوله لوبډله په ۶۲ منډو وسوځوله او د ۶۰ منډو په ستر توپیر یې ماتې هم ورکړه.

همدا راز بنګله دېش د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې په لومړي ځل اسټرالیا ته په ۴-۱ سره ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

په پنځمه لوبه کې بنګله دېش د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې کړې وې، چې په ځواب کې یې اسټرالیا په ۱۳.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۲ منډې وکړې او بنګله دېش د ۶۰ منډو په توپير بریا خپله کړه.

دا د نړیوالو شل اوریزو لوبو په تاریخ کې د اسټرالیا تر ټولو کمې منډې دي، همدا راز لومړی ځل دی چې د اسټرالیا پاڼۍ دومره ژر ختمه شوه.

د دې لړۍ لومړۍ درې لوبې هم بنګله دېش ګټلې وې، خو څلورمه لوبه بیا اسټرالیا ګټلې وه. په پنځمه لوبه کې شکېب الحسن زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې ۴ لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د دې تر څنګ شکېب الحسن د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …