کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ د مشهورو لوبغاړو په يو کتار کې د کريم صادق نوم وګورئ
کریم صادق

د کرکټ د مشهورو لوبغاړو په يو کتار کې د کريم صادق نوم وګورئ

دا هغه لوبغاړي دي چي نړیوال شل اوریز کرکټ کې په دومره تعداد سياليو کي هيڅ په LBW نه دي سوځېدلي، چې په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني پیلیز توپوهونکي کریم صادق نوم هم راغلی دی.

کريم صادق په ۳۶ نړيوالو شل اوریزه کرکټ سياليو کي هيڅ په LBW  نه دی سوځېدلی چې د جدول لسم مقام کې د افغانستان په استازيتوب ځای لري.

کريم صادق د افغانستان لپاره د کرکټ لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې لوبېدلی چي کال ۲۰۱۰ کې د ايرلينډ په خلاف وه، نوموړي هغه وخت لوبه کې ۱۴ منډي جوړي کړې وې.

هغه لوبغاړي چې ایل بي ډبلیو

صادق ښی لاسی توپ وهوونکی او آف بريک توپ اچوونکی دی چې په ۱۴.۹۴ اوسط سره يې ۵۳۸ منډي جوړي کړي او څوارلس ويکټې يې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ۳۶ نړيوالو شل اوريزو سياليو کي ترلاسه کړې دي.

په دغه جدول کي هندی لوبغاړی مهيندرسينګ ډهوني له ټولو لوبغاړو په زياتو ۸۵ نړيوالو شل اوریزه کرکټ لوبو کي په LBW نه دی سوځېدلی چي د هند لپاره يو نه هیریدونکی لوبډلمشر او لوبغاړی تير شوی دی.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …