کورپاڼه / هنر او کلتور / افغان هنرمندانو هم د #SanctionPakistan هشټاګ بدرګه کړ
اریانا سعید، فرزانه ناز او ګودر ځاځی

افغان هنرمندانو هم د #SanctionPakistan هشټاګ بدرګه کړ

له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو یو هشټاګ روان کړی دی، چې له نړیوالو پکې په پاکستان د بندېزونو غوښتنه کېږي او دا هشټاګ له سلګونو زرو ځلو څخه ډېر ځلې خپور شوی دی.

په ټویټر کې د #SanctionPakistan هشټاګ له ۲۰۰ زره ځلې څخه زیات ټویټ شوی دی او په فېسبوک کې بیا له ۱۵۰ زره ځلې څخه زیات پوسټ شوی دی، همدا راز سلګونه زره ځلې افغانانو په کمنټونو کې هم دا هشټاګ کارولی دی.

د نورو افغانانو تر څنګ په دې کمپاین کې د افغانستان مشهورو هنرمندانو هم برخه اخیستې ده، چې د اریانا سعید، فرزانه ناز او ګودر ځاځي نومونه پکې د یادولو وړ دي.

اریانا سعید په خپله فېسبوکپاڼه کې د #SanctionPakistan هشټاګ خپور کړی دی او مینه والو ته یې ویلي دي، چې هغوی دې هم ورته کمنټونه وکړي. اریانا سعید په فېسبوک کې ۲.۱ میلیونه تعقیبوونکي لري.

همدا راز فرزانه ناز بیا د #SanctionPakistan تر څنګ نور ډېر هشټاګونه هم ورسره یو ځای کړي دي او په خپل فېسبوک اکاونټ کې یې خپاره کړي دي. هغه ۳۰۵ زره کسانو تعقیب کړې ده.

ځوان سندرغاړي ګودر ځاځي هم دا هشټاګ بدرګه کړی دی او په خپل فېسبوک اکاونټ کې یې خپور کړی دی.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …