کورپاڼه / خبرونه / ويسټ انډيز د پاکستان پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان کړه
ویسټ انډیز لوبډله

ويسټ انډيز د پاکستان پر وړاندې ټېسټ سیالیو ته ۱۷ کسيزه لوبډله اعلان کړه

پاکستان په وړاندې د دوه ټيسټ لوبو سيريز ته نن ويسټ انډيز د اوولس لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چي لوبډلمشري کرايګ براتويت ته ور تر غاړې ده.

د ويسټ انډيز او پاکستان د دوه ټيسټ لوبو سيريز د رواني اونۍ د پنجشنبې په ورځ چي د اګست مياشتي له دوولسمې نېټې سره برابره ده پيليږي، چي همدې مياشتي په څلور ويشتمي نېټې پای ته رسېږي.

د ویسټ انډیز په ۱۷ کسیز نوملړ کې کریګ بریتویټ (لوبډلمشر)، جوشوا ډي سلوا، کیلي مایرس، جرمین بلیک ووډ، جهمر همیلټن، کیرن پاویل، نکرومه بونیر، چیمار هولډر، کیمار روچ، شماره بروکس، جیسن هولډر، جیډن سیلس، راهکیم کورنوال، شای هوپ، جومیل واریکن، روسټون چیس او الزاري جوسیپ شامل دي.

د سيريز لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي نن د ويسټ جميکا ته ورسېده چي سر له سبا به د لوبو لپاره د چمتوالي په هدف د يادي سيمي په لوبغالي کې تمرينات پيل کړي.

يادو دواړو هېوادونو له دې وړاندي د څلور شل اوريزو سياليو سيريز لری چي ۱__۰ د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده او درې لوبي يې د اورښت له امله بې پايلې سوې.

د ټيسټ سيريز دواړي سيالۍ ده جميکا په لوبغالي کي ترسره کيږي او دا د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ کال د ټيسټ اتلوليو له لوبو څخه دي چي دا د دي لوبو دوهم سيريز دی.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …