کورپاڼه / خبرونه / نيوزيلېنډ لومړني هيواد په توګه شل اوریز نړیوال جام ته را وړاندي شو
کین ویلیمسن

نيوزيلېنډ لومړني هيواد په توګه شل اوریز نړیوال جام ته را وړاندي شو

د هند په کوربتوب په عمان او عربي اماراتو کي ترسره کېدونکي شل اوریز نړيوال جام ته تر ټولو هيوادونو وړاندي نيوزيلینډ لوبډله اعلان کړه او د شپاړلس لوبغاړي يې غوره کړي دي.

د نيوزيلنډ (Black caps) په شپاړلس کسيزه نوملړ کي کين ويليمسن لوبډلمشر، ټوډ اسټيل، ټرينټ بولټ، مارک چپمان، ډيوون کانوې، لوکي فرګيوسن، مارټين ګاپټيل، کايل جاميسن، ډاري ميچل، جيمي نيشام،ګلين پيليپس، ميچل سنټنر، ايش ساودي، ټايم ساوتي، ټايم سيفرټ، اډم ميلن نړيوال جام ته غوره شوي دي.

د نیوزیلېنډ سکواډ

دا په نړيوال جام کي د ټولو شپاړلس هيوادونو څخه مخکي هيواد نيوزيلینډ دی چي خپل لوبډله اته شپېته ورځي وړاندي اعلان ته ورکوي.

په شل اوريزه نړيوال جام کي نيوزيلنډ په دوهم نمبر ګروپ کې له افغانستان، هندوستان پاکستان او دوه نورو هېوادونو سره چي له غوراوي پړاو لوبو څخه دغه ګروپ ته ورځي لوبي کوي.

نيوزيلینډ د خپل کرکټ په تاريخ کي د شل اوریزو او پنځوس اوريزه سياليو نړيوال جام نه دی ګټلی يو ځل د يوه ورځنيو لوبو نړيوال جام پايلوبي ته وتلی او بل يې د ټيسټ اتلوليو جام ګټلی دی.

د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام د اکټوبر په اوولسمه نېټه په عمان هيواد کي د لومړي پړاو لوبو سره پيليږي چي له اته لوبډلو څخه څلور يې له نورو اته لوبډلو سره يو ځای کيږي او بيا د اکټوبر په څلورويشتمه نېټه د غوره دوولس هيوادونو لوبي پيلېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …