کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان: د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به افغانان کوي
شاه محمود قریشي

پاکستان: د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به افغانان کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به په خپله افغانان کوي.

شاه محمود قریشي چې په پراخه او نړیواله کچه د طالبانو ملاتړ کوي، په دې وروستیو کې په خپلو خبرو کې یو څه بدلون راوستی دی، خو ویل کېږي چې دا بدلون یوازې د هغه د خبرو تر حده محدود دی.

نوموړي په یوه تازه خبري ناسته کې یو ځل بیا دا خبره کړې ده، چې په افغانستان کې موږ د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوو او د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به په خپله افغانان کوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره خپل پوره کردار ترسره کړی دی، په افغانستان کې د نا امنۍ تاوان پاکستان ته هم رسېږي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د ملاتړ له امله ډېری کسان شاه محمود قریشي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر خطاب هم کوي، هغه نه یوازې په پاکستاني رسنیو کې، بلکې په نړیوالو رسنیو کې هم د طالبانو لپاره پراخ کمپاین کاوه، چې له دې امله د خلکو له سختو نیوکو سره هم مخ شوی و.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …