کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د #SanctionPakistan هشټاګ له ۶۰۰ زرو څخه پورته شو
پاکستان

د #SanctionPakistan هشټاګ له ۶۰۰ زرو څخه پورته شو

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له خوا پورته شوی غږ لا هم ډېر په چټکۍ سره په پورته روان دی او دا غږ چې دوه ورځې وړاندې پیل شوی و، اوس له ۶۰۰ زرو څخه پورته شوی دی.

په فېسبوک او ټویټر کې د افغانانو له خوا د پاکستان پر ضد دا غږ پورته شوی دی، چې باید نړیوال پرې بندېزونه ولګوي او د دې لپاره د #SanctionPakistan هشټاګ کارول کېږي، چې اوس دا هشټاګ په ټولنیزو رسنیو کې ۶۰۰ زره ځلې ټویټ او پوسټ شوی دی.

دا هشټاګ په فېسبوک کې شاوخوا ۲۵۰ زره ځلې پوسټ شوی دی او په ټویټر کې بیا له ۳۵۰ زرو ځلو څخه هم زیات ټویټ او ریټیویټ شوی دی، چې اوس هم ډېر په چټکۍ سره پورته روان دی.

د دې هشټاګ په مرسته نړیوالو رسنیو هم د افغانانو غږ اورېدلی دی او په اړه یې په نړیوالو رسنیو کې هم خبرونه خپاره شوي دي، چې افغانان پر پاکستان بندېزونه غواړي، تر څو په افغانستان کې سوله راشي.

په دې هشټاګ کې له افغانانو پرته هندیانو او د نړۍ نورو سوله غوښتونکو خلکو هم برخه اخیستې ده او د پاکستان د اصل څهرې راښکاره کولو او پرې د بندېزونو لګولو غوښتنه یې کړې ده.

د یادولو وړ ده چې په فېسبوک کې بیا همدا هشټاګ په سلګونو زره ځلې په کمنټونو کې هم لیکل شوی دی.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …