کورپاڼه / جالب / په سینګاپور کې ترټولو کم وزنه ماشومه زېږېدلې

په سینګاپور کې ترټولو کم وزنه ماشومه زېږېدلې

په سینګاپور کې د نړۍ ترټولو د کم وزن لرونکې ماشومه زېږېدلې او د ښې روغتیا په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شوې ده.

د بریتانیې د خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې په سینګاپور کې یو ډېر کم وزنه ماشومه زېږېدلې او د پیدایښت پرمهال یې ټول وزن د یوې مڼې یعنې ۲۱۲ ګرامو سره برابر دی او قد یې بیا ۲۴ سانتي میتره دی.

راپور زیاتوي چې دغه ماشومه په ۲۵مه اوونۍ زېږېدلې، یعنې له خپل معمول ۴۰ اوونۍ څخه یې ۱۵ اوونۍ وړاندې زېږون کړی دی.

راپور وایي چې د ماشومې مور د وینې لوړ فشار درلود او په همدې سبب له خطرونو سره مخه وه، نو ځکه ډاکترانو څلور میاشتې وړاندې د عملیاتو په مرسته زېږون ورکړ.

د زېږون پر وخت د ماشومې ژغورنه ستونزمنه ښکارېده، خو ۱۳ میاشتې وروستۍ یې وزن ۶.۳ کیلوګرام شو او له روغتون څخه رخصت کړی شوه.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …