کورپاڼه / جالب / هغه غل چې له (ای ټي ایم) څخه یې پیسې ایستلې، په ماشین کې بند پاتې شو

هغه غل چې له (ای ټي ایم) څخه یې پیسې ایستلې، په ماشین کې بند پاتې شو

ټولنیزې رسنۍ هره ورځ د داسې پېښو شاهدې وي، چې د ډېرو کاروونکو پام د ځان پر لور اړوي او اوسمهال له هند څخه یو داسې په زړه پوری خبر راغلی، چې له خندا به مو شنه کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هند په چینای ښار کې یو غل، چې د (ای ټي ایم) ماشین څخه یې روپۍ ایستلې، پخپله بند پاتې شو.

راپور زیاتوي چې دغه شخص نشه و او کله چې یې په تیږو سره دېوال مات کړ، نو شاوخوا خلکو له (ای ټي ایم) ماشین څخه غیر عادي غږونه واورېدل او پولیسو ته یې خبر ورکړ.

راپورونه وایي چې دغه شخص موپیندرا رای نومېږي او اته ویشت کاله عمر لري. نوموړي له (ای ټي ایم) څخه د پیسو ایستلو لپاره ماشین او د هغې شاته موجود دېوال مات کړ، چې بیا د دېوال او ماشین ترمنځ بند پاتې شو.

کله چې پولیس له پېښې خبر شول، نو سمدستي یې هلته ځان ور ورساوه او و یې لېدل چې غل په ماشین کې بند پاتې دی، چې بیا یې له هغې راوویست او بندي یې کړ.

 

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …