کورپاڼه / خبرونه / ای سي سي د جولایۍ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

ای سي سي د جولایۍ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د جولایۍ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې په دې کې د بنګله دیش، استرالیا او ویسټ انډیز لوبغاړي شامل دي.

ای سي سي چې هره میاشت یو نارینه لوبغاړي او یوه ښځینه لوبغاړې ته د غوره لوبې کونې له امله جایزې ورکوي، اوس یې د جولایۍ میاشتې لپاره یې هم نوماندان اعلان کړل.

په نارینه لوبغاړو کې د بنګله دیش ویکټ الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن او د استرالیا توپ وهونکی میچل مارش او د ویسټ انډیز توپ اچونکی هیډن واش دوه لوبغاړي هر یو ډیون کانوی او کایل شامل دي، دوی د جولایۍ په میاشت کې تر نورو ښه ځلېدلي دي.

همدغه راز په ښځینه لوبغاړو کې بیا د پاکستان لوبډلې لوبغاړې فاطمه ثناء او د ویسټ انډیز دوه لوبغاړې هیلی متیوس او ستافنی ټایلر نوماندې دي.

د یادونې وړ ده چې یادو لوبغاړو ته د هغوی مینه وال هم رایې ورکولی شي او هر چا چې ډېرې رایې ترلاسه کړې، نو هماغه به د ای سي سي د یوې ځانګړې کمېټې له خوا د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …