که چېرته کوم شخص د شکر په ناروغۍ اخته وي، نو په دې حالت کې په منظم ډول سره د ویټامین ډي استعمال ګردې نه شي خوندي کولی، په داسې حال کې چې دا خبره ډېره عامه ده چې ویټامین ډي د شکر په ناروغانو کې ګردې خوندي ساتي.
په دې اړه د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې د ویټامین ډي کمښت د ډېرو ناروغیو لامل کېږي. د سټینفورډ پوهنتون څېړونکو د شکر او ویټامین ډي په اړیکه څېړنې کړي او لامل یې دادی چې د شکر ناروغي د ګردو دښمنه ګرځي.
دغه راز هغه کسان چې د شکر ناروغۍ ترڅنګ (پري ډایبیټس) لري، هغوی هم د ګردو له یاد کیفیت څخه اغېزمن کېدلی شي.
له څېړنې څخه معلومه شوه، چې د ویټامین ډي استعمال په اړه عام باور، چې ګوندې ګردې خوندي ساتي، سم نه دی په ځانګړي ډول په هغه کسانو کې چې هغوی د شکر په دویم ډول ناروغۍ اخته وي.
خو څېړونکې وایي، هغه کسان چې په منظم ډول ویټامین ډي استعمالوي، په متیازو کې داسې پروټین ترلاسه شوي چې د وخت په تېرېدو سره کمېږي، چې ګردو ته ګټور وي، خو په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده.