کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ ملي اتلانو د ملت سره په #SanctionPakistan غږ کې برخه نه ده اخیستې
افغان لوبډله

د کرکټ ملي اتلانو د ملت سره په #SanctionPakistan غږ کې برخه نه ده اخیستې

د هر هېواد د کرکټ لوبغاړي د هغوی ملي اتلان هم وي، لکه په افغانستان کې چې هم د کرکټ ملي لوبغاړو ته د ملي اتلانو کلمه کارول کېږي، خو دا ملي اتلان د ملت سره د هغوی غږ نه بدرګه کوي.

که چېرته د هند، پاکستان او د نړۍ د نورو کرکټرانو ته پام وکړو، نو دوی تل د خپلو خلکو او هېواد د ګټو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې غږ پورته کړی دی.

خو اوس چې دا دریمه ورځ ده او افغانان د پاکستان پر ضد د #SanctionPakistan غږ پورته کوي، د ملي لوبډلې لوبغاړي په دې غږ کې برخه نه اخلي او ټولو ځانونه غلي اچولي دي.

دا غږ نه یوازې دا چې عامو خلکو او چارواکو روان کړی دی، بلکې هنرمندانو او د هرې برخې افغانانو، تر دې پورې چې هندیانو او د نړۍ نورو وګړو هم پکې برخه اخیستې ده، خو هغه لوبغاړي چې سهار او ماښام د ملت او خلکو چیغې وهي، هغوی تراوسه پورې په دې باندې ځانونه غلي اچولي دي.

په ټویټر او فېسبوک کې دا غږ تراوسه پورې له ۶۰۰ زره ځلو څخه زیات ځلې خپور شوی دی او لا هم ډېر په چټکۍ سره خپرېږي. بلخوا افغانستان او پاکستان راتلونکې میاشت سیالۍ هم لري، چې یو شمېر خلک یې د لغوه کېدو په اړه پوسټونه کوي.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …