کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / خپل وټساپ به څنګه له هیک کېدو څخه ساتو؟

خپل وټساپ به څنګه له هیک کېدو څخه ساتو؟

وټساپ، چې په نړیواله کچه د پیغام رسونې ترټولو مخکښ اپلیکیشن دی، اوس زموږ د ورځني ژوند برخه ګرځېدلی، خو په دې اپلیکیشن یوه ستونزه له ډېره وخته موجوده وه او اوس د هیک کولو ستونزې نور هم سرخوږی جوړ کړ.

د الرجل مجلې د راپور له مخې موندل شوې چې هیکران غواړي چې د وټساپ له دوه میلیاردو ډېر اکونټونه بلاک کړي او شخصي معلومات یې ترلاسه کړي، نو موږ ټول باید په دې پوه شو چې هره شېبه مو د اکونټ د هیک کولو وېره شته دی.

د ټیکنالوژۍ کارپوهانو ځینې لارې، چارې ښودلي، چې پر هغې عمل کول مو له هیکرانو خوندي ساتي او هغه کسان چې تاسو سره په کونټیکټس وي، زیان ورته نه رسېږي.

که چېرته مو اکونټ هیک شو نو (support@whatsapp.com) ته پیغام ولېږئ، چې اکونټ مو هیک شوی. په ایمیل کې د خپل اکونټ نمبر ولیکئ. بیا اپلیکیشن ډیلیټ کړئ او ډانلوډ کړئ او د دویم ځل لپاره د ور دننه کېدو هڅه وکړئ او په ورځ کې څو ځلې دا هڅه وکړئ.

خپل ملګري او کورنۍ مو خبره کړئ چې اکونټ مو هیک شوی او ورته ووایئ چې ستاسو له اکونټ څخه ترلاسه شوو پیغامونو ته ځواب ور نکړي. دغه راز په اپلیکیشن کې د ډیټا فیلډ په برخه خپل نمبر ولیکئ او (Dual) فیچر آن کړئ.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …