کورپاڼه / خبرونه / ای سي سي هڅه کوي چې کرکټ هم د اولمپیک په سیالیو کې شامل کړي

ای سي سي هڅه کوي چې کرکټ هم د اولمپیک په سیالیو کې شامل کړي

د کرکټ نړیواله شورا (اي سي سي) ګړندۍ هڅې پیل کړي، ترڅو د ۲۰۲۸ کال د لاس اینجلس په اولمپیک سیالیو کې کرکټ هم شامل کړي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي، ددې لپاره چې کرکټ په اولمپیک کې شامل شي، یوه کاري کمېټه یې جوړه کړې او د ۲۰۲۸ کال د اولمپیک په سیالیو کې د کرکټ شاملول به وکولی شي، چې په امریکا کې د کرکټ مینوال راضي کړي.

ای سي سي زیاتوي، چې کرکټ په نړۍ کې له یو میلیارد څخه ډېر مینوال لري، چې په امریکا کې دغه شمېره تر دیرش میلونو پورې رسېږي او د کرکټ ۹۲ سلنه مینوال غواړي چې کرکټ هم په اولمپیک سیالیو کې وویني.

یاده شورا وایي چې له دې وړاندې په ۱۹۰۰ کال هم کرکټ د اولمپیک په سیالیو کې شامل شوی و او پر وینا یې، که چېرته یو ځل بیا شامل شي نو دا به یادو سیالیو ته ګټور وي.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر ګریک بارکلی وایي چې زه په دې باور یم چې په اولمپیک کې به کرکټ یوه غوره زیاتونه وي او هڅې مو پیل کړي چې د ۲۰۲۸ کال د اولمپیک سیالیو برخه وګرځو.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …