کورپاڼه / خبرونه / د ای پي ایل پاتې لوبو ته ننداره کوونکې پرېښودل کېږي

د ای پي ایل پاتې لوبو ته ننداره کوونکې پرېښودل کېږي

اينډين ايکسپريس ته د رسېدلو معلوماتو په اساس هند کرکټ بورډ غواړي، چې د ای پي ایل پاتې سياليو د نندارې لپاره ننداره کوونکو ته، لوبغالي ته د ورتګ لپاره اجازه ورکړي.

ياده سرچينه کاږي چې ننداره کوونکې به يواځې د لوبغالي له پورتني پوړ څخه لوبه ننداره کوي او په کښته پوړونو کې ورته اجازه نشته.

د هند غوره ليګ لوبې له هغه وروسته بې خونده او ټکنۍ شوې، چي له کال ۲۰۲۰ څخه تر اوسه د تړلو دروازو ترشاه ترسره کيږي او په لوبغالي کې د لوبې په وخت کې د ننداره کوونکو شور او زوږ نه وي.

له کله چې ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت کې د کرونا وبا له چين څخه را پيل سوه، ټولې ورزشي لوبې له څه وخت ځنډ وروسته په ګڼ شمېر هيوادونو کې بغير له ننداره کوونکو پيل شوې.

خو د ننداره کوونکو په وړاندي د لوبې د کتلو لپاره په لومړي ځل نيوزيلېنډ، اسټراليا او انګلېنډ هيوادونو د لوبغالي دروازې پرانيستې چي لوبې له نږدې وګوري.

د ۲۰۲۱ کال هند غوره ليګ تېرې نهه ويشت لوبې، چې د هند په مختلفو ښارونو کي ترسره شوې، ورته ننداره کوونکي نه ول پرېښودل شوي او اوس هند کرکټ بورډ تصميم نيولی، چې په عربي اماراتو کې پاتې دېرش لوبو ته يوه اندازه ننداره کوونکي پرېږدي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …