کورپاڼه / روغتيا / دال، هغه خوراکي توکي چې نه یې خوښوو، خو ګټې یې ډېرې دي

دال، هغه خوراکي توکي چې نه یې خوښوو، خو ګټې یې ډېرې دي

دال، چې موږ یې پخپلو ورځنیو خوړو کې استعمالوو، د فایبرو، ویټامینونو او معدني موادو په سبب د روغتیا لپاره ګټور وي، دغه راز د دالو په جوړښت کې فولیټ او میګنیزیم هم شتون لري او روغتیایي کارپوهان وایي د دالو په منظم ډول سره استعمال د میګنیزیم کمښت پوره کوي او د فایبرو شتون یې د کلیسټرولو کچه ټیټوي.

د خوراکي توکو کارپوهان د مښو او چڼو دال ډېر ګټور ګڼي او وایي چې هغه ناروغان یې هم استعمالولی شي چې د یورک اسید ستونزه لري. دوی زیاتوي چې کوچنیو ماشومانو ته د غوښې پرځای د مښو دال ښه نري کړئ او بیا یې ورکړئ او په دې ډول یې د بدن غذایي توکي پوره کړئ.

د غوښې پر خلاف د دالو ځانګړتیا دا وي چې په کمه اندازه غوړ لري او د ډېرو زیاتو ویټامینونو لرونکې وي او هغه غذایي توکي هم لري چې د وینې په جوړولو کې مرسته کوي.

د څېړنو څخه ثابته شوې چې د دالو خواص او غذایي توکي د نورو توکو په پرتله ډېر مالګین او ضروري توکي لري، خو تېزابیت بیا یو څه کم وي.

دال بېلابېل ډولونه لري چې د هر ډول یې ګټې او خوند بدل وي او له غوښې وروسته دال د پروټینو د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي چې د غریبانو غوښه هم ورته ویل کېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …