کورپاڼه / جالب / هغه ودانۍ چې خښتې یې په هوا کې حرکت کوي

هغه ودانۍ چې خښتې یې په هوا کې حرکت کوي

د هند د ګجرات ایالت د سورت په ښار کې، هغه ودانۍ چې په ډېر حیرانوونکې او په زړه پورې ډول سره جوړه شوې، د نړېوالې جایزې لپاره، انتخاب شوې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د هند په سورت ښار کې دغه جوړه شوې ودانۍ، په داسې ډول ډیزاین شوې، چې په لېدو یې داسې حس کېږي چې خښتې یې په هوا کې حرکت کوي.

راپور زیاتوي چې دغه ودانۍ د اشیش پټیل په نوم د یادې سیمې یو شخص جوړه کړئ او په داسې ډول یې جوړه کړئ، چې خښتې یې له یو بل څخه د ۲-۳ اینچو پورې فاصله لري.

د ودانۍ په لېدو سره داسې ښکاري چې اوس به راولوېږي، خو په حقیقت په ډېر ځواکمن ډول سره جوړه شوې او د انګستان د برکس ډویلپمنټ ټولنې جایزې ته وړاندې شوې.

دغه ودانۍ د هند له لورې لومړنۍ ودانۍ ده چې د جایزې لپاره ټاکل شوې. د سرو خښتو څخه جوړه دا ودانۍ نه یوازې د ځایي خلکو د پام وړ ګرځېدلې بلکې د جایزې له ترلاسه کولو وروسته به نړیوال شهرت هم ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …