کورپاڼه / روغتيا / آیا پوهېدئ چې د شین مرچک خوړل میتابولیزم تېزوي؟

آیا پوهېدئ چې د شین مرچک خوړل میتابولیزم تېزوي؟

شین مرچک، چې ډېر شمېر خلک یې د وزن کمولو لپاره استعمالوي، اړینه ده چې پخپلو خوراکي توکو کې یې وکاروو، ځکه چې په دې سره د متیابولیزم کچه لوړوي.

په شین مرچک کې کالوري له صفر سره ضرب ده، خو د فایبرو کچه یې بیا د یادونې وړ ده او دا هغه فایبر دي چې ډېر ژر هضمېږي او که چېرته له خوراک سره استعمال شي نو د ګیس ستونزه هواروي او که چېرته غواړئ چې لوږه مو ختمه کړئ نو شنه مرچک وخورئ.

دغه راز که چېرته په ترکارۍ کې استعمال شي نو بیاهم لوږه له منځه وړي. شنه مرچک یو غوره انټي ایجنګ هم دی، چې تر ډېره مو ځوان ساتي او د د مخ یا پوستکي ګونځې له منځه وړي.

که چېرته د سپور پوستکي لرونکې یئ نو په سلاد کې شنه مرچک شامل کړئ او استعمال یې کړئ او که چېرته د سترګو خوندي ساتلو هڅه کوئ نو شنه مرچک استعمال کړئ.

شین مرچک بیټا کیروټین د سترګو لپاره ډېر ګټور وي او له ناروغیو څخه یې ساتي. بل لوري ته شین مرچک د هضم لپاره هم اغېزمن تمامېږی او هغه څوک چې په خوراکي توکو کې شین مرچک استعمالوي، د هغوی د هضم سیستم پیاوړی وي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …