خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ په مساوي ډول اعلان او په دريمه ورځ پاى ته ورسول شوه.
په دغه لوبه کې لومړى پچه د ويسټ انډيز لوبډلې ګټلې وه او په خپله يې د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريګ بريتوېټ ٤٦ او شيمرون هيټماير ٣٨ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د افغانستان لپاره حمزه هوتک ٤، يمين احمدزي ٣ او ضيا الرحمان اکبر ٢ لوبغاړي وسوځول.
افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې جاوېد احمدي ٥٦ او اکرام علي خېل ١٨ منډې ترلاسه کړې. د ويسټ انډيز لپاره جوميل واريکان ٥ او راهکيم کورنوال ٤ لوبغاړي وسوځول.
ويسټ انډيز په خپله دويمه پاڼۍ کې ٢٩٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې سنيل امبريس ٦٦، روسټون چېس ٥٧ او راهکيم کورنوال ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې. د افغانستان له لوري حمزه هوتک ٤، ضيا الرحمان اکبر او دولت ځدراڼ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
ويسټ انډيز د افغانستان لوبډلې ته ٣٠٨ منډې هدف وټاکه، چې په ځواب کې يې افغانستان د دريمې ورځې تر پاى پورې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې احسان الله جنت ٨٤، ابراهيم ځدراڼ ٧٦ او رحمت شاه ١١ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري الزاري جوسيپ ٢ او کيمو پاول ١ ويکټ ترلاسه کړه.
ياده تمريناتي لوبه څلور ورځنۍ وه، خو د دريمې ورځې په پاى کې د دواړو لوبډلو تر مشورې وروسته پرېکړه وشوه چې ياد تمريناتي لوبه پاى ته ورسوي او د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه مساوي اعلان شوه.
د يادولو ده چې افغانستان او ويسټ انډيز د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د نومبر په ٢٧مه نېټه ټېسټ سيالي پيلوي چې دغه سيالي به د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.