کورپاڼه / جالب / هغه ساکښ چې دوه دیرش (۳۲) دماغ لري

هغه ساکښ چې دوه دیرش (۳۲) دماغ لري

د انسان په اړه خو به مو ډېر لوستي او اورېدلي وي، چې د یو دماغ لرونکې وي، خو بیاهم د ځمکې پرمخ لویې ـ لویې کارنامې ترسره کوي، خو آیا پوهېدئ چې یو داسې ساکښ هم شته چې دوه دیرش دماغ لري.

دغه ساکښ جونک نومېږي او د انسانانو لپاره ځکه ګټور دی، چې د ځینو ناروغیو په درملنه کې ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

د جونک په اړه حیرانوونکې معلومات دادي چې ددې ساکښ د بدن دننه برخه په دوه دیرشو برخو سره ویشل شوې او هره برخه ځانته بېل دماغ لري، نو ځکه ویل کېږي چې دا د دوه دیرشو دماغو لرونکې ساکښ دی.

که چېرته دغه ساکښ کوم څوک وچیچي نو چیچل یې دردونکې یا زهرجن نه وي، بلکې تر یوه حده پورې ګټور تمامېږي.

دغه ساکښ، چې درې سوه غاښونه او په اوسط ډول یو کال عمر لري، کله چې د انسان بدن میکروبي شي او دغه په بدن ولګول شي نو زهرجنه وینه زبېښي او د انسان ژوند ژغوري.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …