کورپاڼه / روغتيا / د وینې د ټیټ فشار اړوند هغه نښې، نښانې چې له پامه یې غورځوو

د وینې د ټیټ فشار اړوند هغه نښې، نښانې چې له پامه یې غورځوو

د وینې فشار ناروغي، د ټولو هغه ناروغیو پر وړاندې ډېر خطرناک تمامېږي، چې زړه پورې تړاو لري، خو د وینې ټیټ فشار د سر ګرځېدلو سبب کېږي او د هر انسان د زړه روغتیا اغېزمنوي.

د وینې فشار، د انسان د وینې په شریانونو کې هغه فشار دی، چې په هغې سره وینه په ټول بدن کې حرکت کوي. خو دا ناروغي ځینې داسې نښې، نښانې هم لري چې موږ ورته پام نه کوو.

کمزوري: کله چې د وینې له ټیټ فشار سره مخ یو، نو د ډېرې کمزورۍ او ستړیا احساس کوو او په همدې سبب دوه یا درې قدمه هم نه شو پورته کولی. سر ګرځېدل: کله چې د وینې له ټیټ فشار سره مخ شو، نو سر راباندې ګرځي او که چېرته ډېر ښکته شي نو د بې هوښۍ لامل هم کېږي.

په سترګو تیاره راتلل: کله چې د بدن په غړو کې په مناسب اندازه وینه نه وي، نو د تمرکز ستونزې رامنځته کوي او دا هم ډېر امکان لري چې نږدې شیان هم په سم ډول ونه وینئ. ژر ـ ژر ساه اخیستل: ټیټ فشار د جټکې خوړلو سبب هم کېږي او له بدن څخه د خولو په شکل خارجېږي او په دې سره مو ساه اخیستل ژر ـ ژر صورت نیسي.

ښا! نو په دې حالت کې به څه کوو؟ باید ډېرې اوبه وڅښو، هغه خواړه چې د سودیم او غذایي توکو لرونکې وي، وکاروو، د رومیانو جوس وڅښو او کله چې د حرکت لپاره پورته کېږو، خپلې پښې باید وخورو.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …