کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د یوه غټ الوتونکې پاتې شونو، ساینسپوهان حیران کړي

د یوه غټ الوتونکې پاتې شونو، ساینسپوهان حیران کړي

ساینسپوهان د ډیناسور د زمانې د یوه داسې الوتونکې پاتې شونې موندلي، چې غاښونه یې تېره، سر یې غټ او وزرې یې تر دیرشو فوټو پورې پراخه وې.

دغه کارنامه استرالیایي ساینسپوهانو ترسره کړې او وایي چې دغه الوتونکی د یو ډول هغه حیواناتو له جملې څخه دی، چې د الوتونکې په ډول ول او (ټیروسارس) نومېږي.

د الوتونکو په څېر دغه حیوانات له نن څخه له دوه دیرشو کلونو څخه نېولې تر پنځه شپېته میلونه کاله وړاندې پر ځمکه اوسېدل او د ډیناسور سره یوځای له منځه ولاړل.

دغه فوسلونه په شمالي کوینزلینډ کې د رچمنډ په نوم له سیمې ترلاسه شوي او دې موندنې ته یې (تاپنګاکا شاوي) نوم ورکړی او د استرالیا په ځایي لرغوني ژبه کې یې مانا، د نېزه لرونکو خولې الوتونکې، ده او ځانګړنه یې داده چې خپل دیرش فوټه وزرونه تر دري څلویښت فوټو پورې غوړولی شي.

ساینسپوهان وایي چې دغه الوتونکې د تشو یا خالي هډوکو لرونکې دي، چې په همدې سبب یې په آسانۍ الوت کولی شو. دغه راز د غاښونو په اړه یې ویل کېږي چې دې الوتونکو څلویښت تېره غاښونه درلودل.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …