کورپاڼه / هنر او کلتور / اکشی کمار له کپل شرما څخه د څه شي لپاره دعا غواړي؟

اکشی کمار له کپل شرما څخه د څه شي لپاره دعا غواړي؟

د هند مشهوره کامیډي خپرونه (دی کپل شرما)، چې له ډېرې مودې راهیسې تړل شوې وه، اوسمهال یې بیا په خپرونو کار روان دی او ښایي چې په ډېر ژر به بیا پیل شي.

په همدې لړ په ټولنیزو رسنیو د یادې خپرونې یو عکس ډېر لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې لېدل کېږي چې فلمي ستوري اکشي کمار د کپل شرما ترمخ سر ټیټ کړی وي.

له عکس څخه ښکاري چې هغه د کپل شرما پښې لمسوي (پښې لمس کول د هندوان په مذهب کې ښه ګڼل کېږي). کپل شرما له عکس سره په خندونکې ډول لیکلي چې اکشی کمار د خپل نوي فلم (بیل باټم) د بریا او برکت لپاره داسې کوي.

دغه راز فلمي ستوري ورته په تبصره کې لیکلي دي چې د برکت او دعا له اخیستلو وروسته اکشی کمار د کپل شرما عقل د هغه په ګونډو کې لټوي.

د یادولو وړ ده چې د اکشي کمار نوی فلم (بیل باټم) به، چې له دې وړاندې یې هم د خپرېدو نیټې څو ځلې رد شوې، د روانې میاشتې په ۲۰مه نیټه مینوالو ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …