کورپاڼه / هنر او کلتور / کرن جوهر د (کبي خوشي کبي غم) فلم د اداکارانو په اړه په زړه پورې څرګندونې کړي

کرن جوهر د (کبي خوشي کبي غم) فلم د اداکارانو په اړه په زړه پورې څرګندونې کړي

د بالیووډ فلم (کبي خوشي کبي غم) یو داسې فلم دی، چې ډېرو فلمي ستورو ور پکې کار کړی او همدا لامل دی چې د دوه لسیزو په تېرېدو بیاهم دغه فلم ډېر زیات مینوال لري.

په دې تړاو د هندي فلمونو لارښود کرن جوهر په دې وروستیو کې د موسیقۍ په یوه خپرونه (انډین ایډل ۱۲) کې په زړه پورې څرګندونې کړي او روښانه کړې یې ده، چې څنګه یې ټول فلمي ستوري په یوه ورځ کې انتخاب کړل.

کرن جوهر وایي چې هغه ورځ به هیڅکله هېره نه کړي، چې د اداکارانو په کورونو ګرځېدم او په دې کې لومړی د امیتاب بچن کور ته ورغی، کېسه یې ورته وکړه چې بیا هغه ورسره (هو) وکړه، بیا یې جیا بچن ته کېسه وکړه او هغې هم ومنله.

نوموړی وایي چې بیا شاهرو خان ته ورغی، هغه ورته وویل چې کېسې اورېدو ته اړتیا نشته، ما او تا ورونه یو او زه په دې فلم کې کار کوم. دغه راز په هغې ورځو کې کاجل واده کړی، نو پرځای یې بله اداکاره لټوله، خو کله چې کاجل کېسه واورېده نو په ژړا شوه او فلم کې یې کار کولو ته غاړه کېښوده.

کرن جوهر مخکې وایي چې له هغې وروسته ریتیک روشن ته ورغی، د هغه لومړنی فلم (کهو نا پیار هی) لا نه و خپور شوی، خو په خوښې یې ومنله او له هغې وروسته د شپې په لس بجو کرینه کپور ته ورغلم او فلم ته مو تیاری پیل کړ.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …