کورپاڼه / خبرونه / د نولس کلنو افغان کرکټ ملي لوبډله بنګلدیش ته د لوبو کولو په موخه ځي

د نولس کلنو افغان کرکټ ملي لوبډله بنګلدیش ته د لوبو کولو په موخه ځي

افغان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله په راتلونکې سپټمبر مياشت کې بنګلدیش ته ځي او هلته کوربه لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه کوي.

سيالۍ د سپټمبر له پنځمې نېټې پيليږي او د همدې مياشتې پر شلمه نېټه پای ته رسېږي، چې ټولې سيالۍ د بنګلدیش هيواد په سيلحيت لوبغالي کې ترسره کيږي.

دا په داسې حال کې ده چي پرون د افغان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې لومړي پړاو تمرينات، چې مرکز کابل کي پيل سوي وه، پرون له ملي لوبډلې سره په تمريني لوبې پای ته ورسېده.

دغه روزنیز کمپ کې ۲۶ لوبغاړو ګډون درلود او دوه اونۍ یې دوام وکړ، چې د کورنیو روزنکو له لورې د لوبغاړو بدني تکړښت ترڅنګ په توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې هم کار وشو.

افغان کرکټ بورډ ويلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دیش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو به ترسره شي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …