کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان له بېځایه شویو هېوادوالو سره د مرستې غږ پورته کړ

اصغر افغان له بېځایه شویو هېوادوالو سره د مرستې غږ پورته کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان، له بېځایه شویو هېوادوالو سره د مرستې غږ پورته کړ او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې مرستې ته یې راودانګي.

پخواني لوبډلمشر پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې:((راځئ چې ټول په شریکه گران هیواد کې؛ د روانو‌ ناخوالو له امله له گڼو ولایتونو څخه د راکډه شویو میلمنو وروڼو او خویندو پوښتنه وکړو!))

نوموړي د هیواد شته ناخوالې ژړلي او لیکلي یې دي:((له بده مرغه دا هیوادوال مو د کډوالۍ تر څنگ له غربت سره هم لاس او گرېوان دي، چې زمونږ او ستاسو ټولو مرستو ته جدي ضرورت لري.))

هغه پر ټولو هیوادوالو د مرستې غږ او زیاته کړې یې ده چې:((لوی څښتن تعالی د یوه بنده لخوا د بل بنده مرستې او صدقاتو باندې راضي کیږي او د آفتونو مخنیوی کوي!، راځئ هر یو د خپل وس مطابق ورسره مرستې وکړو))

اصغر افغان هیله څرګنده کړې، چې خپلې مرستې پخپلو لاسونو اړمنو کسانو ته ورسوئ او ویلي یې دي چې په دې سره هم خپل رب راضئ کړئ او هم خپل دروند افغانیت وپالئ.

دا هم ولولئ

راشد خان یو ځل بیا ټول تر شا پرېښودل او تازه ویاړ يې ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر راشد …